په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير کارل ايکنبېري د عمران خان پر هغوی څرګندونو سختې نيوکې کړې چې واشنګټن پوسټ ته يې په يوه لېکلې مقاله کې له امريکا سره د همکاريو اړه کړې دي.
ايکنبېري کلېرنس جابز مجلې ته په خپله تازه مرکه کې ويلي، عمران خان دا نه دي ويلي چې په ۹۰يمه لسيزه کې يې د اسامه بن لادن په نيولو کې له امريکا سره له همکارۍ کولو انکار وکړ او بلاخره يې هماغه کس چې امريکا يې نيول غوښتل په خپله خاوره کې پټ کړی و.
نوموړي زياته کړې چې پاکستان په دې هڅه کې دی چې د سپټمبر له ۱۱مې را په دېخوا، له امريکا او ناټو سره پر خپلو کړو دوکو او چل ول پرده هواره کړي.
عمران خان واشنګټن پوسټ ته په مقاله کې لېکلي، چې امريکا د پاکستان هغو قربانيو درناوی نه کوي کوم چې يې د افغانستان په اړه ورسره کړې دي. نوموړي د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پروېز مشرف پړ کړی چې ګنې ولې يې په افغانستان کې د امريکا اېتلاف ملګرتيا کوله.
عمران خان په دې مقاله کې پرته له دې په مشروطه توګه د طالبانو اوسنۍ واکمني په رسميت پېژندل مطرح کړي، په يو ډول يې د همدې ډلې په نيابت د هېوادونو له لوري د طالبانو د منلو وړانديز کړی.
خو کارل ايکنبېري بيا وايي، پاکستان غواړي په دې خبرو سره دا ښکاره کړي چې ګني په خپل هېواد کې د ترهګرۍ د روزنې له فابرېکو ناخبر دی، خو برعکس پر دې کار بيا په کور دننه وياړي.
نوموړي زياته کړې، که څه هم پروېز مشرف په ۲۰۰۱ زېږديز کې د القاعده او نورو ترهګرو پر وړاندې مبارزه کوله، خو په همدې وخت کې يې د ښو ترهګرو روزنې ته چې د پاکستان د پوځ تر واک لاندې پاکستاني، افغان، او کشميري وسلهوال وو، دوام ورکړ.
ايکنبېري زياتوي چې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې د پاکستان استخباراتي ادارې ISI طالبانو اړ کړل چې په افغانستان کې جګړه پيل کړي، ګني له دې پرته به يې امريکا ته وسپاري چې په ګوانتنامو کې يې زندانيان کړي.
نوموړی د مرکي په دوام سره وايي، پاکستاني چارواکو په ۲۰۰۳ کال کې هغو امريکايي چارواکو ته چې د افغانستان پوځ پر جوړونه لګيا وو ويلي وو، بايد په افغانستان کې مستحکم پوځ جوړ نه شي، ځکه د دوی په خبره د امريکا له وتلو وروسته غواړي طالبان بيا ځلي واکمن کړي.
ايکنبېري د سولې په خبرو کې د پاکستان رول ته هم اشار کړې او ويلې يې دي، دې هېواد د سولې په خبرو کې مرسته نه ده کړې. نوموړی وايي، هغه مهال چې په ۲۰۰۹ کال کې له طالبانو سره د سولې ابتدايي خبرې پيل شوې، نو د پاکستان استخباراتي ادارې ژر ودرولې، ځکه د نوموړي په خبره، پاکستان غوښتل چې دا خبرې بايد د پاکستان د پوځ په وسيله ترسره شي.
نوموړی وايي پاکستان تل افغان ولس د تقسیم په حال کې ليدل غواړي او په دې توګه غواړي چې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې پلمه ورسره وي. د افغانانو د خپل منځي اختلافونو له امله پاکستان په اسانه ناراضه افغانان په ګوته کوي او د رېښتوني افغان حکومت پر ضد يې په کرایه اخلي.