د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا په افغانستان کې د وروستيو سيلابونو راوتو په اړه وايي، چې د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال په پرتله يې خلکو ته زيات مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
اوچا په دې اړه خپاره کړي راپور کې زياته کړې، چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې د تېر کال په پرتله د سيلابونو راوتو له امله پر مالي زيانونو سربېره، د مرګ ژوبلې کچه هم ۷۵ سلنه زياته شوې ده.
په راپور کې راغلي چې يوازې په روانې اګسټ مياشت کې ۱۱۸ تنه د سيلابونو راوتو په پېښو کې مړه شوي او له دې سره د روان کال له پيل تر دې مهاله، د سيلابونو له امله د مړو شمېر ۲۵۲ تنه دی.
د اوچا د راپور له مخې چې پرون چهارشنبه ناوخته يې خپور کړی، په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د سيلابونو له امله ۱۴۷ تنه مړه شوي وو؛ خو سږکال دغه کچه په مراتبو لوړه شوې ده.
په راپور کې د لوګر خوښۍ ولسوالۍ سيلابونو ته هم اشاره شوې او ويل شوي، چې دغلته له ۲۰ زيات کسان مړه شوي، ۳۰ تنه لا هم ورک او دغه راز ۳زره کورونه وېجاړ شوي دي.
لوګر، نورستان، پکتيا، خوست، بدخشان، پروان، پنجشېر، کندهار او يو شمېر نور هغه ولايتونه دي، چې د وروستيو سيلابونو له امله په کې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زيانونه اوښتي.