امریکا باید له ټولو امکاناتو په استفادې د افغانستان د شل کلنې جګړې د پای لپاره هڅه وکړي.
انټي ور نشریې تازه د افغانستان د روانې جګړې په اړه یو تحلیل خپور کړی دی چې په هغه کې یې له مهمو امریکایي نظامي شنونکو سره هم خبرې کړې دي.
نشریه لیکي سره له دې چې ټرمپ د امریکا د تېرو ولسمشرانو پرخلاف نوې جګړې نه دي پيل کړې، خو د تېرو جګړو په پای ته رسولو کې هم نه دی بریالی شوی.
انټي ور لیکي امریکا ته په کار ده چې له ټولو امکاناتو په استفادې اوس په افغانستان کې له دوو لسیزو راهیسې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي او که دا کار و نه شي نو امریکا به په یوه بله دایمی جګړه کې ښکېله شي.
نشریه لیکي امریکا دې په افغانستان کې ټولو مسایلو ته په کتو دقیق ګامونه اوچت کړي او په بېړه دې داسې څه نه کوي چې دلته د جګړو ددوام او نړیوال امنیت ته د خطر جوړولو سبب شي.