د اسلامي امارت غړی انس حقاني وايي، د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو سره سم عمومي بښنه اعلان شوې او له پخوانيو مطرحو څېرو سره لېدنې بايد د اسلامي امارت پر مسوولانو د بېباورۍ په مانا نه وي.
نوموړي چې نن دوشنبه د (مرغومي په ۶مه) يې پر افغانستان د پخواني شوراوي اتحاد ځواکونو د بريد ۴۲ تلين په مناسبت په لوګر کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وويل، اسلامي امارت دامهال د ټول افغانستان واګې په لاس کې لري او اړتيا ده چې د حکومتولۍ په موخه د تنګ نظرۍ پر ځای پراخه سينه ولري.
حقاني دغه راز په افغانستان کې د تېرو لسيزو جګړو او ناخوالو ته په پام سره زياته کړه، افغانانو له نظامي پلوه جګړه ګټلې خو د نوموړي په خبره، سياست يې تل بايللی دی.
نوموړي وايي، په تېرو لسيزو کې د افغانستان له ادرسه سياسي دستور د پرديو په اشاره و او همدا د دې سبب شوی چې افغانان په سياست کې ناکام شي.
حقاني ټينګار وکړ چې له تېر څخه په زدهکړې دې د اسلامي امارت ځواکونه ولس د ټوپک په زور نه، بلکې د شرعي او افغاني رويې په زور خپل کړي.