په کابل کې د امریکا متحدو ایالاتونو سفارت وایي،دغه سفارت نه دی تړل شوی او پرانیستی به پاتې وي.
سفارت پرون د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه نېټه ) په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن له سپارښتنې سره سم به دغه سفارت په کابل کې قوي ډیپلوماتیک حضور لري.
تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکا سفارت ښايي د لنډ وخت لپاره وتړل شي.
خو سفارت ویلي، دوی د تړل کېدو پلان نهلري.