د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ۲۶۶ ميليون اضافي ډالرو د مرستې اعلان وکړ. د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ویلي، چې دا مرسته د هغو افغانانو لپاره ده چې په اوس وخت کې له شدیدې غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي.
د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په وینا په دې مرسته کې ۱۵۷ میلیونه ډالره د دوی له لوري ورکول کېږي او په مجموع کې امریکا په ۲۰۲۱ مالي کال کې افغانستان ته تر ۵۴۳ میلیونه ډالره زیاته بشري مرسته ورکوي.
امریکا دا مرسته په داسې حال کې اعلان کړې چې افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او د بشري مرستو اړتیا زیاته شوې ده.