Home » افغانستان » امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د خوندي اېستلو لپاره سیمې ته بي ۵۲ الوتکې استوي
رویداد خبري آژانس

امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د خوندي اېستلو لپاره سیمې ته بي ۵۲ الوتکې استوي

امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د خوندي اېستلو لپاره  سیمې ته ( B-52 ) ډوله بم غورځوونکې الوتکې راستوي. او ددې احتمال شته چې په افغانستان کې خپل سرتیري هم ډېر کړي.

 د امریکا ددفاع وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې شپږ بي ۵۲ ډوله الوتکې به له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر ساتنه کوي او تر څنګ یې په افغانستان کې او سیمه کې د امریکایي سرتیرو شمېر هم ډېرېږي څو د وتلو په بهیر کې د امریکايي ځواکونو امنیت تامین کړي.

 پنټاګون ویلي چې دمګړی د دوی دوې لویې جنګي الوتکې د افغانستان شاوخوا ته رسېدلې دي.

 د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي دوی له افغانستان د خپلو ځينو تجهیزاتو ایستل پيلوي، ځینې افغان پوځ ته سپاري او ځینې په افغانستان کې له منځه وړي.

 کربي دغه راز زیاته کړې چې د سرتېرو د ایستلو بهیر به په منظمه توګه مخ ته ځي او هڅه کېږي د هر ډول احتمالي خطر مخنیوی وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...