امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون د رامنځ ته کولو په لټه کې ده.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، دوی برېتانیا ته دنده سپارلې چې پاکستان او افغانستان سره نږدې کړي.
د خلیلزاد په وینا پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري چې افغانان باید درناوی ورته وکړي.
هغه زیاته کړې چې برېتانیا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره کوښښ کوي او هڅه به کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي تړون رامنځ ته شي.
خلیلزاد په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي. تر دې وړاندې هم ځينو رسنیو د پاکستاني او برېتانوي نظامیانو د راتګ په اړه ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نظامي همکاریو لپاره هڅې روانې دي.