Home » افغانستان » امريکا: په افغانستان کې به مو د ترهګرۍ پر وړاندې دريځ واضيح او روښان وي

امريکا: په افغانستان کې به مو د ترهګرۍ پر وړاندې دريځ واضيح او روښان وي

په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر جوبايډن تېره اونۍ په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ، تازه سپينې ماڼۍ يو وار بيا ويلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې به يې دريځ روښانه وي.

د سپينې ماڼۍ وياندې کرين ژان پيير پرون جمعه د (زمري په ۱۴مه) خبريالانو ته ويلي، په کابل کې پر الظواهري د عملياتو له ترسره کېدو سره ښکاره شوه څو دا ډاډ ترلاسه شي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ لپاره خوندي ځای نشته.

نوموړې زياته کړې، د امريکا د ګټو او د امريکا خونديتوب لپاره دا وړتيا شته چې ورته کارونه بيا ترسره شي.

ژان پيير ويلي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو او دغلته د جګړې له ختمېدو سره، په اوس کې تمرکز پر دې دی څو د نوموړې په خبره امريکا په يوه پياوړي او ستراټيژيک دريځ کې و اوسي.

نوموړې ويلي، امريکا غواړي دا ډاډ رامنځته کړي چې پر وړاندې يې د هر راز ترهګريز بريد له ترسره کېدو وړاندې چمتووالی او بيداري موجوده ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې دي، چې د تېرې يک‌شنبې په ورځ د امريکا بې‌پيلوټه الوتکې د کابل په شيرپور سيمه کې د القاعده مشر ايمن الظواهري په نښه او له منځه يې يووړ.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...