Home » افغانستان » امريکا: د ښځو په اړه د طالبانو فرمان ښه اقدام دی؛ خو نور کار ته هم اړتيا شته

امريکا: د ښځو په اړه د طالبانو فرمان ښه اقدام دی؛ خو نور کار ته هم اړتيا شته

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وسټ د طالبانو د رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده له هغه فرمان هرکلی کړی، چې پر بنسټ يې د ښځو اجباري ودول منعه شوي دي.

نوموړي په خپل ټوېټر کې ويلي، د ښځو د حقونو په تړاو د طالبانو ياد فرمان پر ځای او ښه اقدام دی خو زياته کړې يې ده چې په نورو برخو کې هم بايد ښځو حقونو ته پاملرنه وشي.

توماس وسټ زياته کړې چې اړتيا ده طالبان د زده‌کړو، کار، سياست او په رسنيو کې د ښځو د حضور حق ته هم پام وکړي او ياد حقونه يې په بشپړه توګه خوندي کړي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده فرمان ورکړ چې هېڅوک په زور د ښځو ودولو او دغه راز په بدو کې د ښځو ورکولو حق نه لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...