سياېناېن ټلوېزيون د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، امريکا دامهال هغو افغانانو ته په افغانستان کې متوجه خطرونه ارزوي چې د امريکايي ځواکونو له لوري په تېر اګسټ کې ايستل شوي دي.
دې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط سياېناېن ته ويلي، د يادو افغان کډوالو پر وړاندې د خطرونو له اروزنې وروسته ښايي يو شمېر افغانان چې د کډوالو په توګه ايستل شوي، بېرته افغانستان ته ولېږل شي.
د چارواکو په خبره دغه افغان کډوال تر اوسه د امريکايي ځواکونو په يو شمېر قرارګاوو کې ژوند کوي او د وضعيت څېړلو په اړه يې هڅې پيل شوي دي.