د ولسمشرغني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امریکا افغانستان ته د خپلو ګټو لپاره راغلې ده هر وخت چې وغواړي دغه هیواد پرېږدي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون یکشنبه د سپتمبر ۶ (د وږي ۱۷) له طلوع نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، امریکا د افغان ملت غمخواره نه ده، د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې وه او په خبره یې اوس یې ګټې نشته ځکه غواړي له افغانستان ووځي.
صالح دغه راز وویل، له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتو د ځنډ لامل د طالبانو خپلمنځي اختلافات وو.
هغه وایي، د دوحې په لومړۍ ناسته کې به له طالبانو د دایمي اوربند غوښتنه وشي ترڅو پر نورو موضوعاتو د بحث کولو لپاره د باور فضا رامنځته شي.
نوموړي دغه راز د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ایا که طالبانو د موقت حکومت غوښتنه وکړي افغان حکومت به یې ورسره ومني؟
نوموړي وویل:د موقت حکومت موضوع یوازې په ما او ولسمشر پورې تړاو نه لري دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده چې باید موقت حکومت رامنځته نه شي ځکه که وګورو د افغانستان په تاریخ کې چې کوم موقت حکومتونه راغلي پایلې یې خرابې وې او یوه بله جګړه یې زېږولې ده.
نوموړی په داسې حال کې دغه خبرې کوي چې افغان حکومت د طالبانو ټول بندیان دلېست سره سم ازاد کړل او ټاکل شوې ده چې په نېږدې راتلونکي کې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته ترسره شي.
په ورته وخت کې طالبانو هم د خپل مذاکراتي ټيم په ترکیب کې تغیرات راوستلي او د مذاکراتي ټیم پخواني مشر او ویاند پرځای یې نوي کسان ګومارلي دي.