Home » سیمه او نړی » اماراتو؛ د پاکستان، سریلانکا، بنګله دیش او نپیال مسافرینو په راتګ بندیز لګولی
رویداد خبري آژانس

اماراتو؛ د پاکستان، سریلانکا، بنګله دیش او نپیال مسافرینو په راتګ بندیز لګولی

ټاکل شوې عربي متحده امارات سر له نن (چهارشنبه) د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د پاکستان، سریلانکا، بنګله دیش او نپیال مسافرینو په راتګ بندیز ولګوي.

په بندیز کې هغه مسافر هم شامل دي چې د عربي متحده اماراتو د هوایي ډګرونو د لارې نورو هیوادونو ته سفرونه کوي.

عربي متحده اماراتو وار د مخه د هند سره هم د الوتکو په تګ راتګ بندیز لګولی و.

د عربي متحده اماراتو د هوایي چلند عمومي ادارې ویلي چې پدې بندیزونو کې هغه پروازونه ندي شامل چې د عربي متحده اماراتو د لارې دغو څلورو هیوادونو ته کیږي.

د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوي کوم مسافر چې ددې څلورو هیوادونو د لارې د نورو هیوادونو نه غواړي عربي متحده اماراتو ته راشي، باید د ۱۴ ورځو لپاره په درېیم هیواد کې پاتې شي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي د عربي متحده اماراتو اوسیدونکي او هغه مسافر چې د شخي جیټ الوتکو نه کار اخلي، د دې بندیز نه مستثنی دي خو پدې شرط چې د ۱۰ ورځو لپاره قرنطین وي او عربي متحده اماراتو ته د راتګ پر وخت د کرونا ټیسټ (PCR) ولري.

پدې بندیز کې بار وړونکي الوتکې ندي شاملې.

هند، پاکستان، سریلانکا، نیپال او بنګله دیش ټول د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.

دې ویروس تر ټولو ډیر په هند کې خلک ځپلي دي.

پدې هیواد کې یوازې نن دوشنبه مې ۱۰ (غوایي ۲۰) ۳۷۰ زره کسان د کرونا په ویروس اخته شول او ۳۷۰۰ مړه شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...