د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بېګاه شپه نيدرلېنډ ملي لوبډلې ته په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې په ماتې ورکولو سره، د يادو درېيو لوبو لړۍ په خپل نوم کړه.
په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې لومړۍ افغان ملي لوبډلې توپ وهنه پيل کړه او په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې يې د نيدرلېنډ لوبډلې ته د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه.
په توپ وهنه کې د افغانستان لپاره رحمانالله ګربز د ۱۰۳ او حشمتالله شهيدي د ۵۴ منډو په جوړولو سره ډېرې منډې وکړې. په توپ اچونه کې مجيب الرحمن د سيالې لوبډلې ۴، فريد ملک ۲، راشد خان او يمين احمدزي يو يو لوبغاړی وسوځوه.
خو د نيدرلېنډ لوبډلې بيا ټول لوبغاړي د ۱۸۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او په دې توګه دويمه يو ورځنۍ لوبه هم افغان ملي لوبډلې وګټله.
د کرکټ نړيوالې شورا د مهالوېش له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۳ زېږديز کال کې د لوبېدو لپاره ټولټال ۲۳ لوبې لري. د يادو لوبو له ډلې تر دې مهاله ملي لوبډلې ۵ لوبې ترسره کړي چې ۵واړه يې ګتلي هم دي.