د اسټراليا او نيوزېلنډ کرکټ ملي لوبډلې بېګاه شپه د (لړم په ۲۳مه) د يوه او بل پر وړاندې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام په پايلوبه کې سره مخ شوې.
د لوبې پچه اسټراليا وګټله او نيوزيلنډ ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه. په دې توګه نيوزيلنډ د خپلو ۴ لوبغاړو سوځېدو سره اسټراليا ته د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.
د نيوزېلنډ لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر کين ويليمسن د ۸۵ منډو په جوړولو سره ښه وځلېده او دغه راز مارټن کپټېل له ده وروسته تر نورو زياتې ۲۸ منډې جوړې کړې.
اسټراليا بيا له د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو سره، د نيوزېلنډ له لوري ورکړل شوی هدف د ۱۹م اوور په وروستي توپ پوره او د جام اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د اسټراليا لپاره په توپ وهنه کې مېچل مارش ۷۷ ناسوځېدلې، ډيوېډ وارنر ۵۳ او ګلېن مکسوېل ۲۸ منډې وکړې.
د نړيوال شل اووريز نړيوال جام د لوبو په ترڅ کې اسټراليا انګلېنډ ته او نيوزېلنډ پاکستان ته په خپلو ګروپونو کې يوه يوه لوبه بايللې وه. دا لومړی ځل دی چې اسټراليا د کرکټ شل اووريز نړيوال جام اتلولي په خپل نوم کوي.