Home » سیمه او نړی » اسلام‌اباد کې پر عمران خان دويمه عريضه هم شوې

اسلام‌اباد کې پر عمران خان دويمه عريضه هم شوې

د پاکستان مخکيني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان خلاف د لومړۍ فضيې له ثبت وروسته، پر نوموړي په اسلام‌اباد کې دويمه عريضه هم شوې ده.

د تحريک انصاف ګوند غړي شهريار افريدي د دې عريضې يوه کاپي د خپل ټوېټر پر حساب خپره کړې او ويلي يې دي، چې پر عمران خان دا عريضه د روانې اګسټ په ۲۲مه ثبت شوې ده.

په دې عريضې کې پر عمران خان سربېره د تحريک انصاف ګوند د ۱۸ مشرانو نومونه هم درج شوي او په کې تور پورې شوی، چې ياد کسان د حکومت حکم نه مني، د دولتي کارکوونکو په کارونو کې خنډونه رامنځته کوي، ګواښي يې او د خپلو غونډې پرمهال له لاوډسپيکرونو ناسمه ګټه اخلي.

پر عمران خان له دې وړاندې هم د ښځينه قاضي او د پوليس افسرانو د ګواښلو له امله، د پاکستان د ترهګرۍ مخنيوي قانون لاندې غريضه شوې وه.

که څه هم په دې قضيه کې محکمې د نوموړي ضمانت منلی؛ خو امر يې کړی چې عمران خان دې د اګسټ په ۳۱مه محکمې ته حاضر شي او د عدالت ضد څرګندونو په اړه دې سپيناوی وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...