اسلامي امارت وايي، د رئيسالوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر پرون ماښام د (لړم په ۳مه) په دوحه کې د چين له بهرنيو چارو وزير وزير سره لېدلي دي.
د اسلامي امارت له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي له قوله ويل شوي، چې د دغه سفر په لړ کې به د چين له بهرنيو چارو وزير سره د افغانستان او چين ترمنځ پر پياوړو سياسي او اقتصادي اړيکو دوه ورځنی بحث وشي.
له دې وړاندې چينايي چارواکو خبر ورکړی , چې د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير به د قطر د لومړي وزير مرستيال شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په بلنه په دوه ورځني سفر دوحې ته لاړ شي.