د يو شمېر راپورونو له مخې، د طالبانو هغه قومندان چې د اګسټ په ۱۵مه د لومړي طالب قومندان په توګه ارګ ته ننوت، پرون سېشنبه د (لړم په ۱۱مه) پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد کې وژل شوی دی.
حمدالله مخلص چې په دې وروستيو کې د کابل قول اردو قومندان ټاکل شوی و، پرون يې پر نوموړي روغتون د بريد دفعه کولو عملياتو قومنده کوله چې د مقابل لوري په ډزو کې ووژل شو.
ويل کېږي چې له نوموړي سره يو ځای د طالبانو بدري قطعي يو بل قومندان هم وژل شوی دی، خو د نوموړي هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
طالبانو په رسمي توګه دا نه منلې چې ګواکې مولوي حمدالله مخلص په پروني بريد کې وژل شوی دی، خو اسلامي امارت ته نږدې کسانو بيا د نوموړي د وژل کېدو له امله د تسليت پيغامونه خپاره کړي دي.
مخلص له دې وړاندې د خوست او پکتيکا لپاره د طالبانو ولايتي قومندان و او د اګسټ په ۱۵مه يې د هغې طالب ډلګۍ قومنده کوله چې د لومړي ځل لپاره ارګ ته ننوته.
داعش ډلې پر سردار محمد داوود خان روغتون د پروني بريد مسووليت منلی دی. په دغه بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.