په اروپا کې د قاچاقبرانو هغه شبکه چې له يوه هېواد بل ته به يې افغان کډوال لېږدول، د پوليسو له لوري د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال نيول شوې ده.
اروپايي چارواکو خبر ورکړی چې د قاچاقبرانو دغه شبکه د رومانيې او جرمني پوليسو له لوري د رومانيې په اړوندو سيمو کې د ګډو عملياتو په ترڅ کې نيول شوې ده.
د راپورونو له مخې، دې شبکې په وروستيو کې نږدې ۲سوه تنه افغان کډوال له رومانيې څخه فرانسې او جرمني ته لېږدولي دي.
که څه هم پوليسو د يادو کسانو د دقيق هويت په اړه مالومات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې د دې ۲۱ کسيزې شبکې ۱۶تنه غړي افغانان دي.