Home » افغانستان » اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د چاودنو دوام په دغلته د سولې او ثبات په اړه اندېښنې زياتوي

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د چاودنو دوام په دغلته د سولې او ثبات په اړه اندېښنې زياتوي

اروپايي ټولنې په کندوز کې د جمعې لمانځه پرمهال په جومات کې شوې چاودنه چې ۴۰ تنه په کې شهيدان او له سلو ډېر په کې ټپيان شول، غندلې او زياته کړې يې ده چې ورته بريدونه په افغانتسان کې د سولې او ثبات ټينګښت په اړه اندېښنې زياتوي.

د اروپايي ټولنې بهرني سياست د رئيس وياند پيټر سټانو په دې اړه نن شنبه د (تلې په ۱۷مه) يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامين سره بايد د ټولو افغانانو، قومي او مدهبي لږکيو انساني حقونه خوندي وي.

نوموړي دغه راز د اروپايي ټولنې په ادرس ډاډ څرګند کړی چې ياده ټولنه په افغانستان کې د افغانانو له تمې سره سم د سولې او ثبات ټينګښت لپاره ژمنه ده.

په کندوز کې د يادې چاودنې مسووليت د داعش ډلې په غاړه اخيستی دی.

دا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته درېيمه خونړۍ چاودنه ده چې د داعش ډلې له لوري ترسره کېږي او اکثره قربانيان يې ملکي وګړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...