Home » افغانستان » آلمان خپلو سلګونه افغان همکارانو ته وېزې ورکړې دي
رویداد خبري آژانس

آلمان خپلو سلګونه افغان همکارانو ته وېزې ورکړې دي

د راپورونو له مخې آلمان په یوه ځانګړي پروګرام کې ۲۴۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند راینر برویل ویلي چې په دې ډله کې د الماني ځواکونو افغان همکاران، قراردادیان او د دوی د کورنۍ غړي شامل دي.

برويل ویلي چې دغه کسانو ته یې د یوه بېړني او ځانګړي اقدام په ترڅ کې وېزې ورکړې دي.

جرمني داسې مهال افغانانو ته ځانګړې وېزې ورکوي چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې یې خپل ټول ځواکونه له افغانستان ایستلي دي.

له دې سره جوخت د نورو هېوادونو افغان همکاران هم د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنه لري.

خو طالبانو بیا ویلي چې ځوانان دې بهرنیو هېوادونو ته د تېښتې پر ځای په خپل هېواد کې ژوند غوره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...